اسلام اباد: د پاکستان د سترې محکمې نوي نوموول شوي مشر قاضي [چيف جسټس] ناصرالملک ويلي دي چې عدالت د ملک په هره اداره کې د مداخلت واک لري.
مشر قاضي ناصرالملک د پاکستان پر ټولو ادارو ږغ کړی دی چې د خپل واک په چوکاټ کې دننه کار وکړي ګني د ده په وینا د ملک عدلیه دا اختیار لري چې د دې ادارو په چارو کې لاس وهنه وکړي.
د سترې محکمې د راتلونکي مشر قاضي ناصرالملک له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې راغلي دي چې یو پلو نوموړی د جولايي پر شپږمه په رسمي توګه خپله دنده پیلوي او بل پلو په ملک کې د خراب امنیتي حالت تر څنګ د یو شمېر سیاسي ډلو له خوا د پراخو احتجاجونو دهړکې هم ورکړل شوې دي.
د قانوني چارو یو کارپوه وايي چې که چېري یو اداره په خپل چوکاټ کې کار نه کوي نو د دې د مخنیوي لپاره په یو قانوني لاره موجوده ده.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.