نوموړی له څو اونيو راهيسې د اسلام آباد په يوه روغتون کې بستر و چې نن يې د ورپيښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
د نوموړي مړی به نن ماښام کابل ته ورسيږي او ټاکل شوې چې سبا خاورو ته وسپارل شي.
زبېر ژمن خپلې زده کړې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې سرته رسولې وې او د څه باندې پنځو کلونو راهيسې يې په کابل کې د آزادۍ راډيو د خبريال په حيث کار کاوه. د نوموړي عمر ۳۲ کاله و.