دا اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې به واورئ چې پښتانه ځوانان په دی سخته ګرمۍ او روژه کې د شمالي وزيرستان له کډوالو سره څومره په جوش او ولولې سره مرستې کوي.
په دغه ځوانانو کې بياځنې وايي د دوی هدف يوازې له کډوالو سره تر مرستو پورې محدود نه دی بلکه ددوی کار به په قبايلي اولس کې د سياسي شعور تر بېدارولو پورې روان وي او د ټولنيزو چارو يو کارپو وايي که پښتانه ځوانان همدغسې پر اتفاق پاتې شول نو دوی کولای شي چې د ترهګرۍ په ګډون پښتنو ته ورپيښې ټولې ستونزې له منځه يوسي. دا پروګرام هره اونۍ ستاسو لپاره زموږ همکار اسرار عالم مومند چمتو کوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.