د عراق سرکاري ټیلي ویژن ویلي ددې هیواد پارلمان خپله بله غونډه د اګست د میاشتې دولسمې نیټې پورې وځنډوله .
د عراق د پارلمان د راتلونکې غونډې ځنډول په داسې حال کې دي چې ددې هیواد د پارلمان لومړنۍ غونډه د جولای په لومړۍ نیټه له ګډوډۍ سره پای ته ورسیده .
تمه وه چې پارلمان به په دې اونۍ کې دویمه غونډه وکړي .
په عین حال کې د بغداد په لویدیځ کې د توغندی د لګیدو په پېښه کې د عراق یو لوړ پوړی پوځي جنرال وژل شوی .
د صدراعظم نوري المالکي امنیتي ویاند وویل جنرال نعیم عبدالله سودان په ابراهیم بن علي سیمه کې د دښمن د توغندیو په برید کې وژل شوی دی .
د قاسم عطا په نوم دې حکومتي ویاند ویلي سودان د تروریستانو سره د جګړې په ډګر کې وژل شوی خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.