'پاکستان کې د لږکیو حقونو ساتنې کمیشن جوړ شو'

وفاقي حکومت او مخالفه ډلو په پاکستان کې اوسيدونکو مختلفو لږکیو د حقونو حفاظت او د هغوی د ستونزو هوارولو لپاره د يو قامي کميشن پر جوړولو اتفاق کړی دی.

وفاقي حکومت او مخالفه ډلو په پاکستان کې اوسيدونکو مختلفو لږکیو د حقونو حفاظت او د هغوی د ستونزو هوارولو لپاره د يو قامي کميشن پر جوړولو اتفاق کړی دی.

د اقليتونو لپاره قامي کميشن جوړولو په اړه د واکمن ګوند په قامي اسمبلې کې د اقليتونو نماينده بهاون داس مشال راډيو ته وويل چې اقليتونو ته پيښې مسلې، په دې ورستيو کې په سیند صوبه کې د دوی د مذهبي ځايونو سپکاوي له وجې او د سپريم کورټ د حکم په رڼا کې حکومت د دې کميشن د جوړولو فيصله کړې ده.

«د اقليتونو چې کومې مسلې دي، په دې کميشن کې به هغو ته پام اړول کېږي. د دوی مسلې هوارولو کې زموږ حکومت دلچسپي لري او وزيراعظم نواز شريف غواړي چې زموږ مسلې هوارې شي. د اپوزيشن مشر خورشيد شاه هم دلچسپي لرله نو موږ به پر يو ځای د اقليتونو مسلې هوارولو لپاره يوه کړنلاره [حکمتعملي] جوړو»

په دې کميشن کې به څلور مسلمانان، دوه عيسايان، دوه هندوان، يو پارسي او يو له سیک مذهب سره تعلق لرونکی شامل وي.

د دې کميشن موثره کردار په اړه د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ د اقليتونو نماينده لال چند ملحي وايي چې حکومت تر څو پورې د اقليتونو مسلې خپلو ترجيحاتو کې نه وي شاملې کړې نو داسې کميشن څه فايده نه لري.

«داسې کميشنونه په ماضي کې څه خاص کردار نه دی لرلی ځکه چې قامي اسمبلې او سېنېټ غوندې فورم کې د اقليتونو معاملې او مسلې وخت په وخت رااوچتېږي نو تر څو پورې چې صوبايي او وفاقي حکومتونه د اقليتونو مسلې خپلو ترجيحاتو کې نه راولي نو د داسې کميشنونو به تر هغې پورې څه فايده نه وي»

هم پدې لړ کې ال پاکستان مانوریټي الاينس مشر شمعون الفرډ ګِل وايي، «د اقليتونو چې کوم سماجي تنظيمونه دي يا د هغې سياسي خلک، ججان او يا نورې ادارې دې چې د دې کميشن په جوړولو کې ګډون وکړي. که څه مسله يا ورانی پر اقليتونو راځي چې هغه هواره کړل شي او د معيار پر بنياد فيصلې وشي. زه دا نه وايم چې دا کميشن به ټولې مسلې هواري کړي خو کم از کم دا کميشن د اقليتونو مسلې په هوارولو کې مددګاره ثابتيدای شي»

د يادونې وړ ده چې پخواني چيف جسټس تصدق حسېن جېلاني د پېښور کليسا د پېښې متاثرينو ته معاوضه په وخت نه ورکولو د مقدمې په فيصله کې حکومت ته حکم ورکړی و چې د اقليتونو حقونو او له هغوی سره تړلږ چارو باندې يو کميشن دې جوړ کړل شي.