پاکستان وايي، په افغانستان کې د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه کوي

د پاکستان خارجه دفتر ويانده تسنيم اسلم

تسنیم اسلم وویل، پاکستان د افغانستان پکتیکا ولایت په ارګون کې د ځانمرګي موټر بم برید په سختو ټکو غنده کوي او له ویرجنو کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوي.

په اسلام اباد کې د اونيزې خبري غونډې دوران د پاکستان خارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم په افغانستان کې د ترهه ګرۍ په تازه پېښو او پتېره په پکتيکا کې د موټربم چاودنې په سختو ټکو غندنه وکړه چې په لسګونه افغان ولسي وګړي یې وژلي ول.

نوموړې د پاکستان هغه دريځ تکرار کړ، او ویې ویل ترهه ګري چې په هره بڼه کې وي د منلو نه او بيا پتېره د روژې په مبارک مياشته کې داسې قسمه پېښې هېڅ جواز نه لري.

نوموړې د پکتیکا د ارګون پېښې له غم ځپلو کورنيو سره خواخوږي وښودله.

د افغانستان صدارتي ټاکنو په باب د وياندې وينا وه چې چې افغان چارواکي به د کانديدانو ګيلې ختمې کړي او هيله ده له دې ټاکنو سره به په افغانستان کې استحکام او ملي وحدت ته ګټه ورسي.

په افغانستان کې د نيول شوي پاکستاني خبريال په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې تسنيم اسلم وويل، د افغانستان له چارواکو سره په تماس کې دي او هغوی ته یې ویلي چې بايد فيض الله خان د انساني همدردۍ په بنيادونو راخوشې کړي.

د امريکا لخوا له دوه زره څورلسم کال وروسته د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کې د مرستو په باب د وياندې وينا وه، چې تر اوسه پاکستان ته د اېتلافي مرستندویه صندوق «کولېشن سپورټ فنډ» په نامه چې کومې پېسې ورکول کېږي، دا په اصل کې هغه دي چې پاکستان له خپله لوري لګولې وي، البته دا پته نه لګېږي چې له دوه زره څورلسم کال پس به حالات څنګه وي خو بيا هم پاکستان له امريکا سره په تماس کې دی او پر دغه موضوع اوس مهال څه ویل تر وخت مخکې خبره ده.