پراګ - جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمان)، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (سمیع الحق) او تحریک انصاف هغه مهم ګوندونه دي چې تل یې د شمالي وزیرستان د پوځي عملیاتو (اپرېشن) مخالفت کړی وو.
تر عملیاتو مخکې، له جمیعت علمای اسلام (ف) پرته د نورو درو واړو سیاسي ګوندونو مشران د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مذاکراتي کمېټۍ مخکښه غړي ول. خو د خبرو اترو تر ناکامۍ وروسته د جون پر ۱۵مه کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل شول.
کوم څیز ته چې پاکستانی پوځ لاس واچوي نو په هغې کې بیا دغو خلکو [سیاستوالانو] ته پته ده چې که پکې لاس وهي نو له هغې ډېر مشکلات جوړېږي.قهار زلمی
تر هغې وروسته داسې لیدل شوي چې دې ګوندونو د خپل دریځ یا موقف برعکس د شمالي وزیرستان پر پوځي اپرېشن یو ډول خاموشي خپله کړې ده. وجې یې څه دي؟ خبریال او د سیاسي چارو پوه قهار زلمی یې داسې تشریح کوي:
((کوم څیز ته چې پاکستانی پوځ لاس واچوي نو په هغې کې بیا دغو خلکو [سیاستوالانو] ته پته ده چې که پکې لاس وهي نو له هغې ډېر مشکلات جوړېږي. دویمه غټه خبره دا ده چې د پاکستان په سیاست کې عوام هېڅ حیثیت نه لري – چې ګني د دوی لپاره به خلک راپاڅي او د دوی په حق کې به خبره وکړي. نو د دې دواړو خبرو له وجې د پاکستان سیاستوالان چې د عملیاتو مخالفت یې کاوه یا مخالفت کوي، دواړه خاموشه دي.))
پوره رپورټ دلته اورېدای شئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
خو د جمیعت علمای اسلام (س) ډلې مشر او د تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتي کمېټۍ پخوانی غړی مولانا یوسف شاه دا خبره نه مني چې ګواکې پوځ ورته د مخالفت نه کولو ویلي دي.
کله مې چې دوه ځلې له نوموړي پوښتنه وکړه چې ایا اوس هم د شمالي وزیرستان د اپرېشن مخالفت کوي؟ نو مولانا یوسف شاه وویل، دوی پخوا هم او نن هم د عملیاتو مخالفت کوي.
همداراز، د جمیعت علمای اسلام (ف) هم د پوځي اپرېشن مخالفت کاوه خو اوس یې مشران غلي ښکاري. شاوخوا دوه اوونۍ مخکې مولانا فضل الرحمان پر دې موضوع خبرې کړې وې او دا ییې ویلي ول چې په مذاکراتو کې حکومت لچک و نه ښود نو ځکه خبره تر پوځي اپرېشنه ورسېده.
که چېرې له وزیرستانه، یا میرامشا د ځینو خلکو ایستل [یې موخه] وي، هو دا هدف تر لاسه کېدای شي. خو بیا موږ ولیدل چې ترهګري په سیمه کې خپره شوه.جان محمد اڅکزی
د جمیعت علمای اسلام (ف) ویاند جان محمد اڅکزي د عملیاتو د مخالفت کولو یا نه کولو په پوښتنه یو ډول ډېپلوماټیک ځواب راکړ:
((جمیعت علمای اسلام د داسې اپرېشن هېڅ کله هم مخالفت نه دی کړی چې پکې ترهګر ختمېږي. نو که د دې اپرېشن هدف دا وي چې په سیمه، پاکستان او ټول هېواد کې ترهګرۍ ختمه شي – نو دا به په عمل کې وشي او که نه؟ که چېرې له وزیرستانه، یا میرامشا د ځینو خلکو ایستل [یې موخه] وي، هو دا هدف تر لاسه کېدای شي. خو بیا موږ ولیدل چې ترهګري په سیمه کې خپره شوه. نو اپرېشن د دې پروسې [عمل یا بهیر] لومړنی ګام دی خو د دې تر څنګ به د پاکستان حکومت نورې ټولې ذرایع استعمالوي.))
جماعت اسلامي هم د شمالي وزیرستان د عملیاتو مخالفت کړی وو. پر دې ګوند تنقید کېږي چې څو ورځې مخکې یې د فلسطین پر مسلې جلوس را ایستلی وو خو د مخالفت باوجود یې د وزیرستان د پوځي اپرېشن پر ضد هېڅ ډول مظاهره و نه کړه.
د قبایلي سیمو لپاره د جماعت اسلامي نایب امیر زر نور اپریدی مني چې ګوند یې هسې کردار ادا نه کړ چې څنګه په کار وو.
په پاکستان کې ځینې کارپوهان دا هم وايي چې که د شمالي وزیرستان پوځي عملیاتو پرېکړه منتخب ملکي حکومت د پوځ د خوښې خلاف کړې وای نو کېدای شي د پوځي کارروايۍ مخالفه ګوندونه لارو او سړکونو ته راوتلي وای او حکومت یې ښايي د عملیاتو درولو ته اړ کړی وای.