د برتانوۍ ټايمز ورځپاڼې په يوه ليکنه کې د ناټو سازمان ته ويل شوي چې د روسيې د جنګي او د ګاونډيو هېوادونو د زېر کولو پالېسۍ پر وړاندې جدي او منظم کار وکړي.
ليکنه وايي، د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتېن خاصه دا ده چې نوموړی حيرانونکي کارونه کوي.
ناټو اوس په ډاګه دا منلې چې د ولسمشر پوتېن د حکومت جنګي پالېسيو په دغه سازمان کې له موجودو نيمګړتياو پرده اوچته کړې.
دا خبره هم تر يوه حده صحيح ده چې ناټو د سړې جګړې له اختتام وروسته، د دې لپاره چې د نړيوال بحران مقابله په سمه توګه وکړای شي، د خپل ماموريت ساحه پراخه کړه.
د بوسنيا او کوسوو د مسالو په حلولو او په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد يو غير معمولي کمپاين پر مخ بېولو کې يې يو څه بريا هم تر لاسه کړه.
خو ليکنه کاږي، اوس وخت راغلی چې ناټو ځينو بنيادي شيانو ته پام وکړي.
دا نړيوال سازمان بايد هرو مرو له روسيې څخه د راپورته کېدونکي خطر په اړه، چې دغه هېواد په پام کې لري په راتلونکې يوه لسيزه کې ۴۳۰ ميليونه پاونډه د خپل دفاعي نظام پر پياوړتيا مصرف کړي، جدي اقدام وکړي.
په ناټو کې شامل اروپايي هېوادونه بايد د امريکا او برتانيا په څېر په خپلو دفاعي بوديجو کې د پام وړ اندازه پيسې واچوي.
په ليکنه کې راغلي، د اوکراين د کرايميا له روسيې سره تر يو ځای کېدو وروسته د ناټو اولنی غبرګون بايد دا وي چې روسيه د دې سازمان د کوم غړي هېواد پر ضد له اقدام کولو ووېروي.
د ليکنې تر مخه، د روسيې لخوا له دغسې يوه خطر سره د بالکان درې رياستونه، لاتويا، لېتوانيا او اېستونيا، زيات مخامخ دي.
همداراز کېدلای شي د پولينډ او رومانيا هېوادونه هم د کراملېن د غضبناکې پالېسۍ ښکار شي.
په ليکنه کې د ناټو د دفاع کمېټې په حواله ويل شوي چې د دې سازمان د بيړنيو عملياتو ځواک له کاره لوېدلی.
دې کمېټې وړانديز کړی چې د ۵۰۰۰ سرتېرو يو رېزرف ځواک دې نېغ په نېغه د ناټو تر کمانډ لاندې وساتل شي.
همداراز په سايبر نړۍ کې هم ناټو د روسيې لخوا د ممکنه تېريو پر وړاندې د چټک عمل کولو لپاره بايد تياره واوسي.