په پاکستان کې د خبریالانو وژنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اتوار په ورځ د پاکستان له سر ښار اسلام آباد څخه د تیشتول شوي خبریال سلیم شهزاد مړی د ګل ورځ د پنجاب صوبې د منډي بهاولدین په یوه ناوه کې موندل شوی چې ورباندې سخت تشد د شوی. د مشال تر رڼا لاندې بحث د خبریال سلیم شهزاد وژنې ته ځانګړی شوی دی چې د هغه د وژلو لاملونه څه دي،په پاکستان کې د وینا او لیک آزادي وروړاندې ګواښونه څه دي. پر همدې موضوع د نن بحث کې قانون پوه بیرسټر باچا،د قبایلي سیمو د امنیت پخوانی مسول،بریګېډییر محمودشاه،د پېښور پریس کلب مشر شمیم شاید او د بي بي سي مشر خبریال هارون رشید برخه لري چې کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.