د تاترې مېلمه: سندرغاړی سردار سعید

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا اونۍ په تاتره ادبي کلتوري پروګرام کې سردار سعید راسره دی.پنځه ویشت کلن سردار سعید د افغانستان د لغمان ولایت وسیدونکی دی، او دا مهال په کابل کې استوګنه او وظیفه لري ، نوموړی دیو پرایویټ ټي وي چینل سره کار کوي او موسیقي یې مشغله ده ، ده دوه کاله مخکې سندرې پیل کړې خو دراتګ سره سم ورته پښتنو قدردانو تود هرکلی وویلو . سردار سعید وايي د ځینو نورو پښتنو سندرغاړو غوندې د ( چرسیانو ، بنګیانو ) په ستاینه سندرې نه وايي ، بلکه هڅه کوي چې درنې سندرې ووايي. داخپرونه تاسو لپاره نجیب عامر جوړوي ، تاسو یې دپاڼې کیڼ لوري ته اوریدلی هم شی .