حمزه بابا - یو نازک خيال او فنکار شاعر
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د سندرو اميل ( حمزه بابا - د خيبر په خارزارونو کې لوﺉ شوۍ د پښتو نازک خيال او فنکار شاعر)
امير حمزه خان شنواري، چې د پښتني ادب پوهانواو مينه والو ورته د پښتوغزل د پلار درجه ورکړې ده، په هکله يي له شويو ليکنو معلوميږي چې نومړي په ماشومتوب کې له شعر وييلو اوهم له موسيقۍ سره مينه درلوده-
د سندروامیل د دې اوونۍ خپرونه د حمزه بابا د ژوند د لومړنيو شپو ورځو په هکله ورکړل شويو معلوماتو او په پيښور کې د حمزه بابا ادبي ټولنې د فعاليتونو حال ته ځانګړې شوې ده – د دې تر څنګ د پښتنو نومياليو سندرغاړو په اوازونو د بابا مشهورغزلونه او نظمونه هم د پروګرام برخه جوړوي-
دا خپرونه هارون باچا جوړوي-