د سندرو اميل (د رفيق شنواري د موسيقۍ تصوفي رنګونه)
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ارواښاد رفيق شنواري د پښتنو هغه محبوب سندرغاړۍ او موسيقار ياديږي چې د سماع يا قوالۍ د خپلو ځانګړو اندازونو له لارې يي د پښتنو صوفي شاعرانو د مينې او انسان دوستۍ افکار ولس ته رسولي دي-
نوموړي د راډيو او ټلويزيون سربيره د پښتو فلمونو له پاره هم موسيقي جوړه کړې او د خونده ورو نغمو او سندرو بيش بها خزانه يي د پښتو موسيقۍ مينه والو ته په ميراث پرييښې ده-
د سندرو اميل د دې اوونۍ خپرونه هم د رفيق شنواري د ژوند او فن حال ته ځانګړې شوې-
دا خپرونه هارون باچا جوړوي-