د اورپکيتوب مفکوره
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اورپکېتوب مفکوره د پښتنو شناخت ، کلتور ، سياست ، پوهه او جديديت لپاره لوی خطر دی.
اورپکي څه مفکوره لري؟ دې مفکورې د پښتنو په ټولنه کې څنګه خپل ځای جوړ کړ؟ د دې ګټې چا ته رسېږي او د دې متبادله مفکوره څه کېدائ شي؟
دا او له دې سره تړلې نورې يو شمېر پوښتنې د تعليمي او سيمه اييزو چارو کارپو خادم حسین په خپل کتاب (ميليټنټ ډیسکورس) يا( اورپکېتوب مفکوره) کې ځواب کړي دي.
زموږ همکار اسرار عالم مومند د ليکوال خادم حسېن سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي دي چې د اورپکيتوب مفکوره څه ده ؟