د کورمې ډېری سکولونه الوځول شوي، نجونه او هلکان له زدکړو بې برخې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کورمې اجنسۍ وګړي وايي، د سیمې په سلګونه ماشومان له تعلیمه بې برخې دي. د دوی په خبره په سیمه کې د نجونو او هلکانو ډېری سکولونه د ترهګرۍ په بریدونو کې وران شوي دي. د کورمې چارواکي وايي چې د سکولونو بیا رغونونه یې په لومړیتوبونو کې ده. او خپله د سیمې خلک غوښتنه کوي چې د سکولونو بیا جوړولو چارې دې ژر تر ژره پېل کړل شي.