د اجمل خټک د ژوند او سیاست ناڅرګند اړخونه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتو ژبې د نومیالي شاعر او سیاسي مبارز اجمل خټک څلورم تلین د فرورۍ پر اوومه نېټه ونمانځل شو. هغه د ۲۰۱۰م کال د فرورۍ پر اوومه نېټه وفات شوی وو. د نوموړي د څلورم تلین په ورځ د نوښار په اکوړه خټک کې د هغه پر مزار یو لویه مشاعره هم جوړه شوه. د مشال راډیو خبریال خالد خان پر دې موقع د اجمل خټک له زوی ایمل خان خټک سره مرکه کړېده او له هغه سره یې د اجمل خټک د ژوند او سیاست پر هغو اړخونو بحث کړی دی چې ډېرو خلکو ته نه دي څرګند.