بشرا ګوهر: اې این پي تر فشار لاندې وه خو ګټې یې راوړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېښور: پښتنه سیاستواله مېرمن بشرا ګوهر د عوامي نیشنل پارټۍ په ټکټ د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړې او د مېرمنو د حقونو لپاره یو مبارزه کوونکې ده. د مشال راډیو د دې اونۍ په ً مشال مرکهً  کې مو هم دې پښتنې سیاستوالې او د مېرمنې د حقونو لپاره کارکوونکې بشرا ګوهر ته بلنه ورکړېده. تاسو د بشرا ګوهر د ټولنیز او سیاسي ژوند او په پاکستان او په خاصه توګه په پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو لپاره د هغوی د هلو ځلو په اړه په دې مرکه کې ډېر څه اورېدلای شی.