نن د فېبرورۍ ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د دې ورځې موخه، د مورنۍ ژبو له ارزښته خلک خبرول او ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابرول دي.
د ملګرو ملتونو تعلیم، ساینس او فرهنګ اداره یونیسکو پر خپلې ووبپاڼې وايي، د دې ورځې لمانځلو پس منظر په ۱۹۵۲ز کال کې پر همدې ورځ په اوسني بنګلا دېش کې د ډاکې پوهنتون پر زده کوونکو د پاکستانیو پولیسو حمله ده.
هغو زده کوونکو د دولتي ژبې په توګه د اردو په مخالفت او د بنګالۍ په حق کې مظاهره کوله.
یونیسکو په ۱۹۹۹ز کال کې ۲۱مه فبروري د مورنۍ ژبو نړیواله ورځ وګرځوله او دا ورځ له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې لمانځل کېږي.
د دې ورځې په مناسبت په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې غونډې او لاریونونه روان دي دوی غوښتنه کوي چې پښتو دې د تعلیم او سرکاري چارو ژبه وګرځول شي.
د سراج ظهیر راپور