په قبایلي سیمو کې اصلاحات

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتنو قبایلي سیمې چې د پاکستان په سرکاري اسنادو کې یې نوم فاټا معنا د پاکستان تر وفاق لاندې قبایلي سیمې دی، چې د برتانوي هند او بیا د دغه ملک له جوړېدو راهیسې یې انتظامي چارې د درو مثلثو ، ولسمشر ، د خېبر پښتونخوا ګورنر او د سیمې پولیټیکل اجنټانو خواشا راګرځي نو څه کول پکار دي چې دغه سیمې هم د نور ملک غوندې سیاسي واک و اخیتار ولري. مشال راډیو  پر دې موضوع د بحثونو لړۍ پېل کړي چې په فاټا کې تر اوسه څومره اصلاحات شوي او څومره پاتې دي. نننۍ بحث زموږ همکار عالمزېب خان د فاټا له مشرانو سره کړی.