د پښتنو خاوره په هېڅ صورت تقسیمولو ته نه پرېږدو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په باچاخان مرکز پېښور کې د ګل پر ورځ خبري کانفرنس ته د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر او د پښتونخوا د اطلاعاتو پخواني صوبايي وزیر میا افتخار حسین د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د هغه دوه قراردادونو په کلکه مخالفت وښود، چې پکې د هزاره صوبې جوړولو او د صوبې نوم له خیبر پښتونخوا و هزاره پښتونخوا ته اړولو وړاندیز شوی دی.
میا افتخار وايي، چی پښتانه لا د وړاندې تقسیم کړل شوي دي او دوی نور د پښتنو وېش په هېڅ صورت نه مني. د ده په خبره پاکستان تحریک انصاف ته په پاکستان کې ترټولو زیاتې رایې/ووټونه پښتنو ورکړي دي او باید دغه ګوند د پښتنو خاورې د وېشلو له خبرو ډډه وکړي.
نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په راپور کې