د وزیرستان عملیاتو مخالفت کوونکي ګوندونه ولې غلي دي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمان)، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (سمیع الحق) او تحریک انصاف هغه مهم ګوندونه دي چې تل یې د شمالي وزیرستان د پوځي عملیاتو (اپرېشن) مخالفت کړی وو.
تر عملیاتو مخکې، له جمیعت علمای اسلام (ف) پرته د نورو درو واړو سیاسي ګوندونو مشران د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مذاکراتي کمېټۍ مخکښه غړي ول. خو د خبرو اترو تر ناکامۍ وروسته د جون پر ۱۵مه کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل شول.
تر هغې وروسته داسې لیدل شوي چې دې ګوندونو د خپل دریځ یا موقف برعکس د شمالي وزیرستان پر پوځي اپرېشن یو ډول خاموشي خپله کړې ده. وجې یې څه دي؟