پېښور - په پېښور کې سېکانو د چارشنبې پر ورځ تر هغې وروسته احتجاجي لاریون وکړ چې د وسله والو په یوه حمله کې د دوی یو ملګری ووژل شو او دوه ژوبل شول.
د پښور پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي مصطفا نويد مشال راډيو ته وویل، پېښه د شورو یا چارشنبې پر سهار لس نیمې بجې په هشنغرۍ کې وشوه.
دی وايي، وسله والو د سېکانو پر یوه دوکان ډزې وکړې.
تر دې پېښې وروسته سېکانو د پېښور له جي ټي روډه احتجاجي لاریون پیل کړ او سړک یې تر څه د پاسه دوو ساعتونو (ګېنټو) تړلی وساته.
قهرجنو مظاهره کوونکو د خیبر پښتونخوا حکومت، تحریک انصاف ګوند او مسلم لیګ (ن) پر ضد نارې ووهلې او پر سړک یې ټایرونه وسوځل.
یوه مظاهره کوونکي بوپال سېنګ مشال راډيو ته وویل، د دوی پر درو بېګناه کسانو وسله وال ډزې وکړې او هېچا تر پوښتنه ونکړه چې دا کسان یې ولې وویشتل.
ده زیاته کړه چې که حکومت یې حفاظت نشي کولای نو دوی ته دې ((لار ورکړي چې بل ملک ته ولاړ شي.))
د اعلا وزیر پروېز خټک د لږکیو یا اقلیتي چارو مشاور سورن سېنګ سېکانو ته ورغی او د احتجاج پای ته رسولو غوښتنه یې تر وکړه چې هغوی و نه منله.
ده پر پېښې خپګان وښود او ویې ویل چې حکومت به ژر وژونکي ونیسي.
سېکان د لاریون پر مهال د اعلاوزیر دفتر ته ورننوتل.
په دوی کې یوه کس وویل، دوی تحریک انصاف ته ووټ ورکړی دی او دا چې دوی په پښتونخوا کې د خلکو ساتنه نشي کولای نو اوږد لاریون یا ((لانګ مارچ په څه وکړي؟))
یوه بل کس وویل، سېکانو هېچا ته څه نه دي ویلي خو دوی په یو ځای یا بل ځای کې په نښه کېږي.
د سېکانو مشرانو له اعلا وزیر پروېز خټک سره ولیدل او هغه ورته باور ورکړ چې دوی ته به امنیت ورکوي.
تر هغې وروسته احتجاج پای ته ورسېد.
د پېښې پړه چا نه ده منلې.