چارسده: د بابړې شهیدانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا په چارسده کې نن«نهې ورځ» د بابړې پېښې ۶۶مه کليزه لمانځل کيږي. پر دې موقع د عوامي نېشنل ګوند سلګونه غړي د بابړي له يادګار سره راغونډ شوي او د يادې پېښې قربانيانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوي. د ۱۹۴۸م کال د اګست پر ۱۲مه نېټه د خدايي خدمتګار تحريک سلګونه غړي د خپل مشرخان عبد الغفار خان » باچا خان« د زنداني کېدو پر ضد د احتجاج په توګه په چارسده کې د بابړې جومات ته راوتلي وو چې د وخت د حکومتي چارواکو په امر پوليسو ډزې پر وکړې چې په نتيجه کې يې د ۶۵۰ په شاوخوا کې کسان ووژل شول. د شاهنواز ترکزي راپور