په تحريک انصاف کې د قامي اسمبلۍ له څوکيو څخه د استعفا ورکولو پر سر اختلافات راپيدا شوي دي.
په تحريک انصاف کې د قامي اسمبلۍ له څوکيو څخه د استعفا ورکولو پر سر اختلافات راپيدا شوي دي.
د دې ګوند له سوات څخه د قامي اسمبلۍ غړي سليم الرحمان مشال رېډيو ته ويلي چې د خيبر پښتونخوا د قامي اسمبلۍ ۱۵ غړي داسې دي چې د استعفاګانو ورکولو له فيصلې سره اختلاف کوي.
تحريک انصاف له تېرو شاوخوا دوه هفتو راهيسې په اسلا م اباد کې احتجاج کوي او تور لګوي چې واکمن مسلم ليګ ( ن ) په تېرو عامو ټاکنو کې داندلي کړې وه.
ګوند د قامي اسمبلۍ له څوکيو څخه د مستعفي کيدو اعلان وکړ او خپلې استعفاګاني يې د قامي اسمبلی له سپيکر سره جمع کړې دي.
سليم الرحمان له هغو غړو څخه دی چې له استعفا ورکولو انکار کوي. له ده سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې ده او په سر کي يې ځيني پوښتلي چې آيا د ده استعفا له سپيکر سره جمع کړل شوې ده او که نه؟
مرکه د غږ ( ږغ) په ځای کې اورېدلی شۍ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.