په کراچۍ کې د هدفي عملیاتو یو کال پوره شو. ګټه یې څه ده؟

په کراچۍ کې د یو کور د پلټنو بهیر

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د زیاتې شوې بدامنۍ پر ضد د هدفي عملیاتو یو کال پوره شو. د دې عملیاتو اعلان وزیراعظم نواز شریف د تېر کال د ستمبر پر ۵ مه نیټه کړی وو.

په تېر یو کال کې د کراچۍ ښار په بیلا بیلو برخو کې امنیتي ځواکونو هدفي عملیات کړي او تر اوسه یې تر شلو زرو زیات مشکوک کسان نیولي دي.

د پولیسو د شمېرې ترمخه په دې موده کې امنیتي سرتیرو سپکه او درنه وسله هم ترلاسه کړې ده چې پکې ۱۸۱ کلاشنکوفونه ، ۶۰۸ لاسي بمونه ،۷۹۲۰ تمانچې او نوره وسله شامله ده .

ښاریان وایي چې په کراچۍ کې د پیل شوو عملیاتو له کبله په ښار کې نه خو هړتالونه او بلوې کمې شوي دي او نه د جرمونو په کچه کې کمی راغلی دی.

یو کس مشال راډیو ته وویل ، ً موږ ډریوران خلک یو ، د نورو کلونو په شان اوس هم هړتالونه او دهرنې زیاتي دي او هر وخت پر موږ باندې خلک په زور ګاړي ودروي ، که څوک ګاړی نه ودروي بیا یې ورله سووځي ، حکومت هیچرې په نظر نه راځي ، هغه پخوانی حال دی، دې عملیاتو هیڅ ګټه ونه کړهً.

د [سي پي ایل سي] پولیسو په وینا ، د عملیاتو په موده کې په کراچۍ کې د غلا او شوکې تر ۴۰ زرو زیاتې پیښې مخې ته راغلي دي ، د دې ترڅنګ په یاده موده کې ۷۳۷ کسان هم د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار شوي ديً.

د عادي خلکو ترڅنګ د پولیسو دوه لوړ پوړي افسران چودهري اسلم ، بهاوالدین بابر ،۴ ټانه دارانو په ګډون ۱۲۰ پولیس هم وژل شوي دي .

شنونکي وایي د عملیاتو لوی هدف د کراچۍ له ځینو برخو څخه د وسله والو ډلو ختمول و، خو د عملیاتو د یو کال د پوره کیدو باوجود دا ډلې د تېر په څېر پیاوړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر توصیف احمد خان په دې اړه وایي ، ً پر سیاسي او ژبني تعصباتو ترسره کیدونکې وژنې د دې عملیاتو له امله دریدلي دي خو د وسله والو ډلو خوځښتونه او د دوي لخوا ترسره کیدونکي د قلنګ اخیستې او هدفي وژنو پیښې نه دي کمی شويً.

ډاکټر توصیف احمد خان زیاته کړه چې ، ً همدا لامل دی چې په ښار کې فرقه ایزې نښتې هم د پخوا په څېر دوام لري. د کراچۍ ځینو علاقې د وسله والو طالبانو مرکزونه دي، دغلته اوس هم پولیس او نور امنیتي ځواکونه نشي ورتلې، دې حالاتو ته په کتو سره موږ دې عمیلیاتو ته کامیاب نه شو ویلایً.

د پولیسو د شمېرې ترمخه د عملیاتو له پیل کېدو راهسې په جرمونو کې د ککړو عناصرو سره ۱۸۲۲ وسله والې مقابلې هم شوي دي چې په ترڅ کې یې ۴۷۶ کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې د ګینګ وار ترڅنګ ګڼ شمیر طالب وسله وال هم شامل دي .