له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر وخت د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرې یوسف وویل، سږکال (۲۰۱۴) په پاکستان کې پر اقلیتونو د بریدونو او په سېند کې د خلکو د ورکولو په صورت کې د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې:
((د [بشري حقونو] سرغړونې په زیاتېدو دي، د خلاف ورزیو بڼه یا نوعیت بدلېږي، خو دا په زیاتېدو دي. زما په اند، سږکال پر اقلیتونو یا لږکیو بریدونه او تر بلوچستان وروسته په سېند کې اوس د خلکو ورکولو سلسلې پیلېدل، لویې مسلې دي. د حکومت خلاف د کیمپېن یا مهم چلېدو له کبله جمهوریت ته د تاوان رسېدو اندېښنې دي.))
د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرې یوسف د شمالي وزیرستان د عملیاتو له کبله د لکونه خلکو په بې کوره کولو خپګان وښود خو دا یې هم وویل چې د وسله والو پر ضد عملیات ضروري ول:
((د ضرب عضب او په ځانګړي ډول د خلکو بې کوره کېدو له کبله د [وزیرستانیانو] د حقونو خلاف ورزۍ کېږي. دا خلک چې په کومو حالاتو کې اوسي، دا د خپګان وړ خبره ده. زموږ په اند عملیات ضروري ځکه ول چې ترهګري باید خپره نشي او دا چې ظاهري خبره ده چې د پاکستان ریاست هم د بشري حقونو سرغړونې کوي، خو په پاکستان کې ترهګر او وسله وال د بشري حقونو تر ټولو زیاته خلاف ورزي کوي.))
له زهرې یوسفه مې پوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونې ولې زیاتېږي؟ نوموړې وویل، د بشري حقونو کمېشن هر کال په خپل رپورټ کې حکومت ته سپارښتنې کوي خو اصلي ستونزه په پاکستان کې د قوانینو د نه عملي کېدو ده.
دې زیاته کړه چې ((په پاکستان کې دا رجحان دی چې قوانین جوړېږي. لکه د تېر حکومت په وخت کې پارلېمان د ښځو د حقونو قوانین جوړ کړل. خو د هغو قوانینو د عملي کولو لپاره تر اوسه هېڅ ګامونه نه دي اخیستل شوي.))
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې چې د چارشنبې یا شورو پر ورځ د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل، د ۲۰۱۴ز کال پر مهال په ټوله نړۍ کې پر بشري حقونو حملې شوې دي.
په پاکستان کې د انساني حقونو د ساتنې قوانین ولې نه عملي کېږي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د قانوني چارو پوه او د پاکستان د قانون پخوانی وزیر افتخار ګېلاني وايي، د قوانینو عملي کول یوازې د حکومت کار نه وي، بلکې ولس هم باید قوانین ومني او درناوی یې وکړي:
((دلته په ټول ملک کې بې قانوني ده. درنې (احتجاجي ناستې) روانې دي. یو څوک څه مني نه. [پاکستان د هر چا لپاره ازاده] شوی دی. بس ځان به سمبالوې. ګوره، یوازې حکومت قانون نشي عملي کولای، ټوله دنیا کې یې تر هغو نشي کولای چې ته ورسره تعاون نه کوې. په دنیا کې په ډېر پرمختللي او مهذب ملک کې هم ولس [د قانون له عملي کېدو سره مرسته کوي.] د مثال په توګه، لکه سګرټ څښل منع وي، او په ټوله امریکا کې خلک راپاڅي چې موږ یې څښو نو څوک، څوک رانیسې؟))
افتخار ګېلاني په اسلام اباد کې د عمران خان او طاهر القادري احتجاجونو ته په اشاره زیاته کړه:
((د جلسې کولو حق زما بنیادي حق دی، خو دا زما بنیادي حق نه دی چې زه جلوس وباسم او د خلکو د کور په چمنونو کې ګرځم او دروازې یې ماتې کړم چې زه خو جلوس وباسم.))
د بشري حقونو نړیوالې ادارې هم وخت په وخت په خپلو رپورټونو کې پر پاکستان انتقاد کوي چې هلته د انساني حقونو خلاف ورزۍ زیاتېږي.