په شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکې برید شوی چې په کې لږ تر لږه څلور مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن (چارشنبه) مشال راډیو ته وویل بېګا د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې ډرون د وسله والو یو پټن ځایې په نښه کړو. چې په کې څلور وسله وال ووژل شول.
چارواکي وايي، د سېشنبې پر غرمه هم د شمالي وزیرستان په شوال تحصیل کې ډرون برید لږ تر لږ شپږ مشکوکه وسله وال وژلي وو.
دا په شوال سیمه کې په تېرو دریو ورځو کې د ډورن الوتکې څلور برید دی.
د چارواکو په وینا د یکشنبې او دوشنبې په ډرون بریدونو کې ازبک وسله وال وژل شوي دي.
خو په پرونیو ډرون بریدونو کې د وژل شویو مشکوک وسله والو د پیژندګلوي لا نه ده شوې.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.