ټاکل شوې ده چې نن (جمعه) د چین په مرکز پیکنګ کې افغان ولسمشر اشرف غني او د چین وزیر اعظم (لي کي قیانګ) د افغانستان په اړه په یوه ګډه غونډه کې برخه واخلي.
د ( اسیا زړه) په نوم په دې غونډه کې د سیمې د څوارلس هیوادو استازې ګډون کوي او پکې د افغانستان او سیمې پر امنیت او ثبات خبرې کیږي.
د استانبول په نوم دغه پروسه د وزیرانو په کچه له تیرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان په اړه غونډې جوړې شوې دي او په پیکنګ کې نننۍ غونډه هم د همدې غونډو لړۍ ده، خو دا ځل یو شمیر چارواکو ګډون پکې کړی دی.
په دې غونډه کې به د پاکستان استازيتوب د دې هيواد د وزيراعظم سلا کار سرتاج عزيز ګډون کوي.