په کوټه کې د رکشې ډراییوران وایي چې تل د چاودنو او ناامنیو له پېښو سره مخامخ وي، ځکه چې دوی هرې خوا ته ځي را ځي، نود نورو په پرتله دوی له چاودنو په اسان ښکارشي.
یو ډراییور فرید احمد وایي، چې یوې سرکارې محکمې کې نوکري هم کوي او په فارغ وخت کې ماښام رکشه چلوي، خو د ناامنۍ پېښو ته په کتو اوس نه پوهېږي چې څه وکړي.
(موږ څه وکړو.اخیر ژوند خو به هم کوو او که نه؟ قیسمت دی او د قیسمت خبرې دي. اکثره زموږ رکشې ډراییوران په ځان نه وي خبر او ناڅاپه له چاودنو سره مخامخ شي. کله یې کورونو ته د مرګ او کله یې د ټپي کېدو غمجن خبر ورورسېږي. اوس خواران څه وکړي؟ ماشومان لري. هغه بله چاره نلري. وروره، هر څوک مجبوره دی او له مجبورۍ بازار ته راوځو یا رکشې چلوو).
فرید احمد په دغه اړه پر خپل ځان تېرې شوې د یوې پېښې حال هم را کوي، چې د ده په خبره، بخت یاري ورسره کړې وه.
(له بلوچستان پوهنتونه راووتم. د ماځیګر وخت وو او دا د اوس تازه تېر وخت خبره ده. پر ډبل «غبرګ» سړک مې مخه کړه. یو چا لاس راکړ چې یو یې شم. بس، هغه کس ته درېدلم وو چې چاودنه وشوه. درې ورځې مې ذهن کار نه کولی. د یو څو شېبو خبره وه. که زه هغه کس ته نه وای درېدلی، نو تر چاودنې به ور رسېدلی وم او نن به خدای خبر په څه حال کې وم؟)
یو بل رکشه چلوونکی، عمر خان بیا وایي چې د دغې خرابې امنیتي وضعې له وجې کاروبار اغېزمن شوی دی. نوموړی زیاتوي چې د ده ټول ژوند هم دغه رکشه ده. چې دا هر څه له ورانیو سره مخامخېږي، نو څه به کاروبار وي او څه به یې ژوند؟
(پخوا ډېر ښه وو. څه نا څه ګوزاره کېدله، خو اوس له څه مودې راهیسې برابر نه یو. د موجوده حکومت په وخت کې هم نږدې یو کال داسي وو چې امنیت ښه برابر شوی وو، خو اوس د سږکال ۲۰۱۴م له منځه بیرته هغه پخوانی حال دی)
که څه هم د بلوچستان حکومت د ترهګرۍ پېښو قربانیانو لپاره مالي مرسته « پیکیج» منظور کړی، خو د رکشې ډراییور عمر خان په خبره، د حکومت مرستې پر خپل ځای، خو تاسو ټولو ته مالومه ده چې د حکومت بیا هغه مرستې په څومره خواریو او مشکیلاتو ورکوي؟ د ده په خبره، د حکومت دا یو ښه ګام دی،خو په کار ده چې مرسته پر هغه ورځ سمدستي ورکړل شي.
رکشه ډراییوران وایي چې چاودنو او هدفي وژنو تېرو تازه پېښو بیا دوی اندېښمن کړي دي چې ګواکې دغه وضع به د دوی پر وړاندې نوره هم کړکېچنه شي او که څنګه؟