د ډسمبر ۲۷مه د پخواني شوروي تحاد ترخې خاطرې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ډسمبر ۲۷مه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل ورځ ده. که څه هم د دغې ورځې څخه شاوخوا ۳۵کاله تېرېږي خو لاهم د افغانستان په ګڼ شمېرسیمو او ولایتونوکې د جګړې نښې، نښانې پاتې او خلک ورنه ترخې خاطرې لري. افغان مجاهدین هم دغه ورځ د تورې ورځې په نوم یادوي او وايي چې افغانستان ته د شوروي پوځونو راتګ افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې درانه زیانونه اړولي دي.