'د پېښور برید ضد نیول شوو مظاهرچیانو لپاره مظاهره'
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پېښور کې د مدني ټولنو غړي د خپلو نیول شوو ملګرو خوشې کېدو لپاره احتجاج کوي. دوی د وسله والو طالبانو او د تحریک انصاف په مشرۍ د صوبايي ګډ حکومت خلاف یې نارې وهلې. دمدني ټولنو غړي د پېښور پولیسو نن اله ونیول چې پر ارمي پبلیک سکول د وسله والو طالبانو د خونړي برید پر ضد یې لاریون کاوه.
په نیول شویو کې د پښتونخوا ولسي تحریک ډاکتر سید عالم مسود هم شامل دی. نوموړي تر نیول کېدو وروسته نن له تاڼې څخه په ټیلي فون مشال راډیو ته وویل، پولیسو شاوخوا ۶۰ کسان نیولي دي.
نوموړي په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف پر حکومت نیوکې وکړې چې په خپله یې په اسلام اباد کې تر درېنیمو میاشتو درنې او مظاهرې کولې خو د دوی د درو ګنټو مظاهره یې ونه زغمله.
پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو یو شمېر سیاسي ګوندونو د مدني ټولنې د دې غړو نیول غندلي دي.
دا ویډيو د مشال خبریال غلام غوث کښلې