د ګوانتانامو بندیان کازکستان ته ولېږدول شول

پېنټاګان وايي، د دې پينځو کسانو له خوشې کېدو سره اوس په ګوانتانامو کې د بندیانو شمېر ۱۲۷ ته ښکته شو.

امریکا د ګوانتانامو له پوځي زندانه پینځه بندیان خوشې کړي او کازکستان ته یې انتقال کړي دي.

په دوی کې درې یمنیان او دوه تونسیان دي او دوی له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې په ګوانتانانو کې بندیان ول. دا کسان په پاکستان کې د مشکوکه وسله والو او له القاعدې سره د تړاو په تورونو نیول شوي ول.

د امریکا د دفاع وزارت بېګا په یوه بیان کې وویل، د امریکا د حکومتي ادارو تر ارزونې وروسته، په یوه خوله د دې پینځو کسانو کازکستان ته د انتقالولو منظوري ورکړل شوه. د دې بندیانو په څېر لسګونه نور هم په ګوانتانامو کې دي چې تورونه ورباندې نه دي زبات شوي خو د امنیتي دلایلو له کبله خپلو هېوادونو ته نشي استول کېدای.

پېنټاګان وايي، د دې پينځو کسانو له خوشې کېدو سره اوس په ګوانتانامو کې د بندیانو شمېر ۱۲۷ ته ښکته شو.