د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، پارلېمان او سیاسي ګوندونو له ۲۱ اییني ترمیم سره په اجتماعي ډول پر جمهوریت ځانوژونکې حمله کړې ده.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، پارلېمان او سیاسي ګوندونو له ۲۱ اییني ترمیم سره په اجتماعي ډول پر جمهوریت ځانوژونکې حمله کړې ده.
نوموړي دا خبره د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د مذهبي ګوندونو د مشرانو او غړو تر یوې غونډې وروسته خبریالانو ته وکړه.
ده زیاته کړه چې دوی له حکومته غوښتنه کړې وه چې د هر ډول ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دې قانون جوړ کړي او یوازې دې دا معامله له مذهب سره نه تړي نو ځکه په اساسي قانون کې ۲۱م بدلون امتیازي دی.