د تعليمي ادارو مخې ته به ټوپکوال ولاړ وي

په کوټه کې د پولیسو مشر وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو تر برید وروسته يې په بلوچستان کې هم د سکولونو امنيت ساتلو لپاره ګامونه اخیستي دي

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د کوټې ټولو لويو سرکاري او شخصي تعليمي ادارو ته امر شوی، چې تعليمي ادارې دې تر هغو نه پرانيزي، چې لومړی یې د حفاظت لپاره کوټلي ګامونه نه وي اخیستي. د کوټې ښار د پولیسو يو مشر يا ایس ايس پي اپرېشن اعتزاز ګورايا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، همدې ته په پام سره يې د ټولو لویو سرکاري او شخصي تعليمي ادارو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې ددوي د ادارو په سیکوريټي يا ساتنه کې کومې نيمګړتياوي دي.

؛ د کوټې چې کومې لويې ادارې دي، د هغو ټولو له مشرانو سره مو غونډې کړې دي. او لومړنۍ سروې مو يې کړې هم ده. دې ټولو ادارو ته مو خطونه هم لیکلي، چې ستاسو د ادارې د حفاظت لپاره داسې ګامونه باید پورته کړل شي. له همدې وجې د کوټې د ډېری سکولونو او پوهنتونونو بېرته خلاصېدل لږ و هم ځنډېدل. او هغوي ټول د دې لپاره خپلې نيمګړتیاوې پوره کوي؛.

د اعتزاز ګورايا په خبره تردې وروسته به بیا هم د امنيتي سرتېرو يوه ډله د ښار د ټولو تعليمي ادارو سروې کوي، تر څو پاتې نورې نيمګړتياوې يې هم له منځه يوشي. ګورایا وايي، ددې سروې لپاره يې يوه کمېټۍ هم جوړېږي.

؛ کومه کومېټۍ چې جوړېږي، په هغه کې به د پولیسو، سپيشل برانچ، ملېشه سرتېرو او نورو امنيتي شبکو سرتېري وي، چې دا کميټۍ به بیا د هر واړه او لوی سکول دوره کوي. او په هغه کې به دا کتل کېږي، چې دلته څومره زده کوونکي راځي، د هغه ادارې دېوالونه څومره پورته دي، آیا له هغوي سره کوم محافظ شته او که شته نو آيا هغه له ټوپک يا وسلې سره بلد دی. هغه ټوپک چلولای هم شي او که یا؟ دا هر څه به کتل کېږي؛.

د پولیسو ياد مشر وايي، د پېښور پر آرمي پبلک سکول د وسله والو تر برید وروسته يې همدا امنيتي تدابیر په پام کې نیولي، چې په دغه ښار کې پر تعليمي ادارو د بریدونو مخه ونيسي.

د يادوونې وړ ده چې په بلوچستان کې اکثره تعليمي ادارې لا هم د ژمي د رخصتيو په موخه تړل شوې، چې ځيني هغه يې د فیبرورۍ له لومړۍ نېټې او پاتې نورې ټولې به د مارچ د مياشتې له لومړۍ نېټې بیا خلاصېږي.