په فاټا کې به په زرګونو اېکړه زمکه د کر جوګه شي

فاټا سيکريتريټ په قبايلي سيمو کې د اوبه خور نظام غوره او د وړو وړو ډيمونو جوړولولپاره د ٥ اربه روپو د منصوبې منظوري ورکړيده او وائي چې د فاټا په تاريخ کې دا تر ټولو لويه او ځانګړې منصوبه ده چې ورسره به په زرګونو ايکړه زمکه د کر جوګه شي

له مشال راډيو سره خبرو کې د فاټا سيکريټريټ وياند محمد عدنان وويل،چې د خيبرپښتونخوا د ګورنر سردار مهتاب عباسي په وينا دوي په قبايلي سيمو کې د اوبه خور نظام غوره جوړولو لپاره د ٥ اربه روپو د منصوبې منظورې ورکړيده چې لوجې به ئ ټوله ٤٦١٥ ايکړه زمکه د کر جوګه شي چې پکې د باجوړ ايجنسئ٢٨١٦ دمومندوايجنسئ ٧٢٠ او د خيبر ايجنسئ ١٠٧٩ ايکړه زمکه شامله دهد نوموړي په وينا چې د دې ترڅنګه به په مومندو ايجنسئ کې ٥ او په خيبرايجنسئ کې څلور واړه ډيمونه او دا شان به په ټوله فاټا کې ٣١ د اوبه خور بندونه هم جوړولې شي.

د قبايلي سيمو مشران او تجزيه کاران د دې منصوبې په اړه دريځ لريچې وړاندې وختونو کې هم دغه رنګ منصوبې شورو کړې شوې وېخو د بده مرغه هغه سرته نه دي رسيدلي او که چرې په ريښتيا دا منصوبه سرته ورسولې شوه نو د فاټا د ولس به هم په قاميپرمختګ کې غوره کردار ولوبوي

دې لړ کې د باجوړ ايجنسئ نه ملک ګل زاده مشال راډيو ته وويل:

«په باجوړ کې داسې داسې ځايونه شته دى چې هلته ښائسته ښائسته د اوبو بندونه [ډيمونه] جوړېدی شي خو چې خوارې پرې وشي نو د دې منصوبې خو به ډيره فائده وي چې اوبه زيرمه شي او بيا فصلونو ته ورکول کيږي او بجلي ترېجوړيږي خو اله که دا عملې کړې شوه ځکه چې وړاندې وختونو کې هم چې يو حکومت منصوبه شورو کړيده نو بل حکومت بيا هغه ودرولې ده چې تاوان ئي د فاټا ولس ته رسيدلې دى نو پکار ده چې کله يوا منصوبه پيل شي بايد چې هغه په هر ډول سرته ورسول شي»

د خيبرايجنسئ نه سياستوال او قبايلي مشر اسد اپريدي مشال راډيو ته وويل پکار ده چې لکه د تير حکومتونو په څير دا منصوبه نيمائ کې پاتې نه شي نو ورسر به د قبايلي ولس يو شمير مسلې هوارې شي او د پاکستان په اقتصاد کې به پوره پوره ونډه ولري

ده زياته کړه، «فاټا سيکريټريټ د کرپشن يا درغليو لړ کې ډير بدنام دى نو اوس چې دا منصوبه اعلان شويده او په ريښتيا سره دا سر ته ورسول شي او د دې د څار نظام جوړ کړې شي او دغه رقم بيا پځائي خرڅ کړل شي او فاټا سيکريټريټ په کې درغلي ونکړي نو زه فکر کوم چې يقيناً ړ فاټا ولس ته به ترې ډيره ګټه ورسي نو پکار ده چې اوس دې منصوبې ته توجه ورکړل شي»

کله چې مشال راډيو د قبايلي چارو تجزيه کار محب وزير نه په دې اړه وپوښتل نو هغه وويل،

«د اعلان ترحده خو دا يو ښه زيرې دى د قبايلي سيمو د اولس لپاره د زمکو د خاوندانو او د کسانانو لپاره او پکار هم دغسې دي او د دې خلکيو غوښتنې هم دا وې او له دې سربيره په فاټا کې چې کومې مسلې روانې دي نو که پخوا دې ته پام ورکړل شوې وو نو نن به د قبايلو دا حال نه وو خو متعصفانه دغه اعلانونه موږ بيا بيا اورو تر څو ګومل زام ډيم او کورم تنګې ډيم دى دا منصوبې ديرش ديرش کاله زيړې منصوبې دي خو موږ ئي د هيڅ نه خبر نه شو نو زه وايم چې موږ دې لړ کې د حکومتونو نه څه تمه نه لرو او زه وايم چې ٥ اربه نه که دوه نيم اربه روپئ په ريښتيا سره په دې خاوره خرڅ کړل شي نو دې ولس ته به ډيره زياته ګټه ورسي»

د دې مشرانو په وينا چې د قبايلي سيمو يو شمېر نورې داسې هم ترقياتي منصوبې دي چې يواځې په کاغذونو کې وجود لري نوپکار ده چې حکومت هغې ته هم خصوصي پام ورکړي

سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد