ايمل خټک سره د هغه د پلار، اجمل خټک په اړه مرکه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن د پښتون قام پرسته سياستوال او شاعر، اجمل خټک پنځم تلين اړونده بيلابيلو ځايونو کې پښتانه دستورې او غونډې کوي. د هغه په سياسي ژوند ګڼې ليکنې شوي او په سياست يې ډيرې خبرې شوي دي خو ډير خلک د هغه له شخصي ژوند پوره نه دي خبر. د نوموړي زوی ايمل خټک وايي پلار يې د سياسي هلو ځلو له کبله خپلو ماشومانو سره ډير کم وخت تېر کړی. ايمل خټک زياتوي چې اجمل خټک په کابل کې اولس کاله پاتې شوی وو او په دي موده کې يې د هغه وخت افغان ولسمشر، نجيب الله سره ډيره ښه دوستي جوړه شوي وه. اجمل خټک به ماشومانو سره کرکټ هم کاوه او د خپل قام او خاورې د حقونو په اړه به يې ورته لارښوونه هم کوله. د اجمل خټک زوی، ايمل خټک زوی وايي د پلار يې خوا او شا يو نيم سل ډايريانې شته چې هغه د خپل وخت د حالاتو او خلکو په اړه ليکلي. تر اوسه دا چاپ شوي نه دي. ايمل خټک سره د مشال ريډيو همکار، عبدالحی کاکړ مرکه کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.