د ملک د مختلفو ګوندونو سره تعلق لرونکې غړي وايي چې د پاکستان په ښاريو کې د تګ راتګ لپاره د منظم نظام نشتوالي له وجې د ولس په مسئلو کې ورځ په ورځ اضافه روانه ده.
د پاکستان په ښاريو کې د ټرانسپورټ پائيداره منصوبې سرخط لاندې نن د ګل په ورځ د اسلام آباد په يو مقامي هوټل کې د ملک د مختلفو ګوندونو سره تعلق لرونکې غړو ترمينځه يوه غونډه وشوه چې پکې ګډون والو پدې خبره اتفاق وکړو چې ښاريو سره سره د ملک په کلي والو سيمو کې هم د ټرانسپورټ نظام ښه کولو ضرورت دی.
غونډه د ای يو سي اين نومې يوې غير سرکاري ادارې کړې وه چې پکې د ادارې لخوا وويل شول چې د ملک ٩١ فيصده خلک د تګ راتګ لپاره او ٩٦ فيصده سامان له یوه ځایه بل ځای ته وړلو لپاره سړکونه استعمالېږي او د ښه ټرانسپورټ نظام د نشتوالي له وجې ملکي ولس د يو شمېر ستونزو سره مخامخ دی.
له غونډې ورستو له مشال راډيو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند سينېټر شاهي سيد وويل چې ټرانسپورټ سهولت د يو ملک د اوسيدونکو بنيادي حق وی خو حکومتونو د خرابو پاليسو له لاسه خلک له دې حقه محرومه دي
د کراچۍ انجنيئرنګ اينډ ټيکنالوجۍ يونيورسټۍ استاذ ډاکټر محمد رضا مهدي وايي چې نړيواله شميره ښيي چې د آمدورفت نظام ښه کېدو سره په معيشت کې بهترې راځي که موږ هم د ټرانسپورټ نظام ښه کړو نو ورسره به نه یوازې معاشي ګټې ترلاسه کړو بلکې د خلکو مشکلات به هم کم شي،
ياده اداره وايي حکومت دې د خلکو مسئلې په نظر کې وساتي او له یوه ځايه بل ځايه ته تګ راتګ لپاره دې ورته پائيداره منصوبې شروع کړي چې ورسره به نه صرف دوی په آسانۍ سره خپل منزل ته رسي بلکې د تيلو بچت به ورسره هم کيږي.