پاکستانيو ځواکونو د ۱۵ بلوڅ بيلتونپالو د وژلو ادعا کړې ده

که څه هم ملېشه ځواکونه وايي، چې دوي د بلوچ ریپبلکن آرمي نومې وسله والې ډلې پنځلس وسله وال وژلي، خو د يادې ډلې له خوا رسنيو ته لاهم په دې اړه هيڅ ويل شوي نه دي.

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو له مرکزي دفتره رسنيو ته په خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې ددوي سرتېرو د قلات په کوري او بسيمه سیمو کې د پلټنې په عملیاتو کې لږ تر لږه پنځلس بلوڅ بېلتونغوښتونکي وسله وال وژلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سېشنبې پر ورځ د پاکستاني ملېشه و سرتېرو په بسیمه او کوري سیمو کې د معمول د پلټنې په عملياتو بوخت ول، چې پرې لومړی د وسله والو له خوا برید وشو، او د دوی يو سرتېری يې وواژه، او درې نور يې ټپيان کړل. د ملېشه و د دې خبرپاڼې له وينا سره سم په ځوابي ډزو کې چې څو ساعته يې دوام ولاره، سرتېرو یې د بلوڅ بېلتونغوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ ریپبلکن آرمي پنځلس وسله وال ووژل، او بېخي زیاته وسله او باروت يې هم ترلاسه کړل. د پاکستاني ملېشه دا خبرپاڼه زیاتوي، دا وسله وال په سیمه کې د ترهګرۍ په بېلا بېلو پېښو کې ککړ ول، چې له پخوا راهیسې يې سرتېري په لټه کې ول.

که څه هم ملېشه ځواکونه وايي، چې دوي د بلوچ ریپبلکن آرمي نومې وسله والې ډلې پنځلس وسله وال وژلي، خو د يادې ډلې له خوا رسنيو ته لاهم په دې اړه هيڅ ويل شوي نه دي. هلته يوه بله بېلتون غوښتونکې وسله واله ډله لښکربلوچستان بیا رسنيو ته په لېږل شوي بیان کې ویلي، ددوي سرمچارانو په بسيمه سیمه کې د ماين په يوه چاودنه کې د پاکستاني ملېشه و دوه سرتېري ووژل، چې تر هغه وروسته د پاکستاني ملېشه و او د دوی د وسله والو تر منځ نښته وشوه. د دې ډلې په خبره په دې نښته کې یې يواځې يو ملګری وژل شوی دی.