د اوکراین ختیځ امن تړون پر وړاندې د اروپايي ټولنې محتاط غبرګون

اروپايي ټولنې په ختیز اوکراین کې د سولې تړون په اړه د احتیاط څرګندونه کړې ده.

بېګا په برسلز کې د غونډې پر مهال د اروپايي ټولنې مشرانو خبرداری ورکړ چې تر دې مخکې چې پر مسکو د لګېدلو بندیزونو نرمولو په اړه غور وشي، باید په ختیز اوکراین کې د اوربند درناوی وشي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل، په اوکراین کې د سولې لپاره دا ډېره مهمه ده چې فشار ته دوام ورکړل شي.

دا خبره نوموړي تېره ورځ د بېلاروس له پلازمېنې مېنسک څخه د ستنېدو پر مهال وکړه. ده هلته د سولې په هغه تړون کې د منځګړي رول تر سره کړ چې پکې د اوکراین په ختیځ کې د اوربند، هغه سیمه له درنو وسلو خالي کولو او سیمې ته د پراخ واک اختیار ورکول شامل دي.

د اروپايي تولنې مشر ډونلډ توسک وویل، دوی ((د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین په ښه نیت محدود باور لري نو ځکه باید [پر روسیې] د بندیزونو په اړه خپله پرېکړه برقراره وساتي.)) د اوکراین سولې په اړه تړون تېره ورځ په مېنسک کې وشو چې تر مخه یې د یکشنبې یا اتوار له ورځې په ختیز اوکراین کې اوربند عملي کېږي.

د اوکراین په ختیځ کې د سولې او اوربند پلان

د فرانسې، جرمني، روسیې او اوکراین مشرانو بالاخره د سولې پلان لاسلیک کړ.

د راپورونو له مخې د دونېڅک او لوهانسک د بېلتونپالو مشرانو چې خپلې سیمې یې خپلواکې اعلان کړي هم دا پلان لاسلیک کړی.

د جرمني وزیر اعظمې انګېلامېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د بېلتونپالو پر مشرانو فشار راوړ څو دا پلان لاسلیک کړي.

امریکا د اوکراین د سولې د خبرو په برخه کې د جرمني او فرانسې هڅې ستایلې دي. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیالې ویکتوریا نولانډ د دې تړون د لاسلیکېدو هرکلی وکړ:

"موږ په کلکه د دې تړون هرکلی کوو. موږ ټول هیله من یو چې د یکشنبې د نیمې شپې له پوره دولسو بجو وروسته د اوربند له پليکېدو سره سم به د تړون پلیکېدل هم پیل شي."

د اوکراین ولسمشر پیتروپوروشینکو وویل چې د اوربند عملي کول ښايي ډېر ستونزمن کار وي او ډېر وخت وغواړي. پوروشینکو ټینګار وکړ چې د سولې تړون سند د هغو سیمو خودمختارۍ ته چې د بېلتونپالو په ولکه کې دي جواز نه ورکوي. د پوروشینکو دا څرګندونې، د روسیې وروستۍ غوښتنې ته چې په اوکراین کې یې د فدرالي نظام غوښتنه کړې ده، مستقیمه اشاره وه.

په نوې موافقه کې غوښتنه شوې ده چې ټول بهرني ځواکونه باید له خپلو تجهیزاتو، اجیرو سرتېرو او پوځي وسایطو سره د اوکراین له خاورې ووځي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي له خپل اوکرایني سیال سره یې کتنه کړې او ورته ویلي یې دي چې دی توافق ته د رسېدو له کبله ډېر خوشاله دی. خو ښاغلي پوتین یادونه وکړه چې د اوکراین روان سیاسي بحران باید په رښتیا حل شي:

"اجازه راکړئ چې یوځل بیا د بحران له دواړو ښکېلو اړخونو څخه وغواړم چې د وینو بهول ډېرژر پای ته ورسوي او د یو اوږدمهالي رښتینې سیاسي حل پرلور وخوځېږي."

د اوکراین په اړه پرونۍ موافقه د تېرکال د سپټمبر د میاشتې د هغې موافقې ځای نیسي چې د اوکراین په ختیځ کې د اوربند په اړه یې پرېکړې عملي نشوې او جګړو دوام وکړ.

په دې جګړو کې سلګونه ملکي وګړي او اوکرایني سرتېري ووژل شول. د تېرکال له اپرېل میاشتې راهیسې چې د اوکراین بحران پیل شوی دی، پنځه زره درې سوه پنځوس کسان وژل شوي او زرګونه نور د جګړې په سیمو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.