د کرکټ نړۍوال جام پیل لوبه به سري لنکا او نېوزي لېنډ کوي

India -- Australia vs New Zealand at the ICC Cricket World Cup group A match in Nagpur, 25Feb2011

پاکستان چې په ب ډله کې لوبيږي خپله لومړۍ لوبه به د فبروري پر ۱۵مه د هند په ضد کوي او افغانستان چې په الف ډله کې لوبيږي خپله لومړۍ لوبه به د فبروري پر ۱۸مه د بنګله دېش پر وړاندې کوي

د کرکټ د يوولسم نړيوال جام سيالۍ سبا (شنبه) د سري لنکا او نيوزي لېنډ د لوبډلو تر منځ په لوبې سره پيليږي. دا لومړی ځل دی چې په دې نړيوال جام کې د ۱۴ هيوادونو لوبډلې برخه اخلي او يو شمېر هغو لوبډلو ته هم د لوبې کولو اجازه ورکړل شوې چې نوي راپورته شوي او د نړيوالو يو ورځنيو لوبو زياته تجربه نلري.

په دې اتلولۍ کې لوبډلې په دوو برخو کې وېشل شوي چې هره لوبډله به خپلې لومړۍ شپږ سيالۍ په خپله برخه کې دننه تر سره کوي. افغانستان به په الف برخه کې لوبېږي چې په مقابل کې يې آسټراليا، نيوزي لېنډ، انګلستان، سريلنکا، بنګله دېش او سکاټلېنډ دي. پاکستان به په دوهمه برخه کې لوبيږي چې په مقابل کې يې هند، سوهېلي افريقا، ويسټ انډيز، زمبابوې، آيرلېنډ او متحده عرب امارات دي.

د شنونکو په اند دا ځل په نړيوال جام کې ډېرې تکړه او ډېرې کمزورې لوبډلې سره يو ځای شوي چې امکان دی د بالنګ او بېټنګ په برخو کې يو شمېر پخواني ريکارډونه هم مات شي. دا نړيوال جام چې د مارچ تر ۲۹مې نېټې به دوام ولري ۴۹ لوبې به پکې تر سره کيږي. د الف او ب ډلې له اوو لوبډلو به څلور څلور غوره لوبډلې کوارټر فاينل ته وځي چې د مارچ پر اتمه پيليږي. وروسته به سېمي فاينل يا نيمه پايلوبو ته څلور غوره لوبډلې وځي چې سيالۍ يې د مارچ پر ۲۴مه او ۲۵مه ټاکل شوي دي. د نړيوال جام فاينل يا پايلوبه به د مارچ پر ۲۹مه نېټه د آسټراليا په مېلبورن ښار کې تر سره کيږي.

شنونکې نظر لري چې آسټراليا، نيوزيلېنډ او سوهېلي افريقا تکړه لوبغاړې دي او د ځلېدو امکان يې زيات دی. د آسټراليا د غوره، بالنګ او بېټنګ تر څنګ په خپل کورني لوبغالي يا هوم ګراونډ لوبه کول هم ورته په ګټه تمامېدای شي.

پاکستان چې په ب ډله کې لوبيږي خپله لومړۍ لوبه به د فبروري پر ۱۵مه د هند په ضد کوي. شنونکې دې لوبې ته ډېر زيات ارزښت ورکوي ځکه له دې څخه به د دوی د راتلونکې امکانات تر ډېره حده څرګنديږي. پاکستان به خپله دوهمه لوبه د فبرورۍ پر ۲۱مه د ويسټ انډيز په ضد، د مارچ پر اوله د زمبابوې په ضد، د مارچ پر څلورمه د متحده عرب امارات په ضد. د مارچ پر اوومه د سوهېلي افريقه په ضد او د مارچ پر ۱۵مه د آيرلېنډ په ضد کوي.

افغانستان چې په الف ډله کې لوبيږي خپله لومړۍ لوبه به د فبروري پر ۱۸مه د بنګله دېش په ضد، د فبروري پر ۲۲مه د سريلنکا په ضد، د فبروري پر ۲۶مه د سکاټلېنډ په ضد، د مارچ پر څلورمه د آسټراليا په ضد، د مارچ پر اتمه د نيوزي لېنډ پر ضد، او د مارچ پر ۱۳مه د انګلستان په ضد کوي. دا ځل د کرکټ نړيوال جام لوبې د آسټراليا او نيوزيلېنډ په بېلا بيلو ښارونو کې تر سره کيږي.