'د بلوچستان بدامني د تېرو ۳۰ کلونو جګړو پایله ده'

د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ

ډاکټر مالک بلوڅ وویل، تاسو ته مالومه ده چې په دې هيواد کې د ترهګرۍ پر ضد يو جنګ دی او ددې اثر به په تاسو خامخا پرېوځي.

د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د دوشنبې په ماځيګر د ږوب، کلاسیف الله، لورالايي او موساخېل سیمو کې د ناامنۍ پر پېښو بحث وشو. د اپوزيشن غړيو په دې بحث کې پر حکومت او پوځ تور پورې کړ، چې هغوی د دې هرڅه ذمه واره دي، خو وزیر اعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وايي، دا بدامني د تېرو دېرشو کلونو د جنګ وجه ده.

په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ غونډه چې مشري يې ځایناستې سپيکرې سپوږمۍ اڅکزۍ کوله، د بلوچستان پر امنيت په خاصه توګه په ږوب او شاوخوا سیمو کې د ناامنۍ پر پېښو بحث وشو. د اپوزيسيون غړي انجينر زمرک اڅکزي د بحث پېل له ږوب او کلاسیف الله سیمو وکړ او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې د دې خراب حالاتو سمولو لپاره دې قبایلي جرګې راوبولي. زمرک اڅکزي د اسمبلۍ په دې غونډه کې وویل، د ږوب حالات دومره خراب شوي، چې هلته د پاکستان خپل پوځ هم تللی نشي.

؛ نن سبا که د ږوب او د ږوب او کوټې لويې لارې د ناامنۍ پېښو ته وګورو، نو تاسو ته مالومه ده، چې هلته خلک تښتوول شوي او ځېنې خو وژل شوي دي. زه خپله څو ورځې مخکې ږوب ته روان وم، پر لاره ملېشه ځواکونو راته وویل، چې زموږ د سرتېري په بدرګه کې به ولاړ شئ. ما ورته ویل، چې زه خپل ساتونکي هم لرم، او درې موټرې راسره دي، خو هغوی راته وویل، چې حالات دومره زیات خراب دي، چې موږ هم دلته نشو ګرځېدلی. مطلب د پوځ موټرې او پوځ هم هلته نشي ګرځېدلی. او پر همدې لاره عام وګړي د شپې خو پرېږده د ورځې هم سفر نشي کولای؛.

تر دې وروسته د اپوزیسيون مشر او د جمعیت علماء اسلام ف غړي مولانا عبدالواسع بیا پر حکومت او پوځ تور پورې کړ، چې په يادو سیمو کې د حالاتوخرابېدو ذمه واره هم دوی دی، چې په خبره یې د وزیرستان تر عملیاتو مخکې لا باید په ږوب او شاوخوا سیمو کې هر څه کنټرول کړي وی.

؛ دا حالات داسې نه دي، چې ووایو، دا اسماني افت خدای تعالی په موږ نازله کړی. زه له حکومته او امنيتي ځواکونو دا پوښتنه کوم، چې په وزیرستان کې تاسو عملیات وکړل، نو دا خلک خو آسمان ته نه وختل او نه هم پر مځکه ننوتل. حکومت داسې ګامونه ولې پورته نه کړل، چې ددې وسله والو دې خواته د راتللو مخه نیول شوې وای؛.

په داسې حال کې د اپوزیسيون د غړيو له خوا د اسمبلۍ په دې غونډه کې پر حکومت، د صوبې د کورنيو چارو پر وزارت او وزیر کلک انتقادونه کېده، د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي يې په دې غونډه کې هيڅ ځواب هم ونه وایه. خو تر غونډې وروسته مو چې کله د صوبې له وزیراعلی ډاکترعبدالمالک بلوڅ څخه وپوښتل، نو يې داسې ځواب ووایه.

؛ تاسو ته مالومه ده چې په دې هيواد کې د ترهګرۍ پر ضد يو جنګ دی او ددې اثر به په تاسو خامخا پرېوځي. ته په يورپ کې نه اوسې، په پاکستان کې اوسې، او له دېرشو کلونو څخه په جنګ ځپلې خطه کې اوسې، تاسو بايد دې حقایقو ته وګورئ؛.

د ویلو وړ ده چې د روان ۲۰۱۵م عیسوي کال له پېلېدو سره سم په ږوب، سیف الله کلا او لورالايي سیمو کې نه يواځې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې، بلکې په همدې سیمو کې د وسله والو طالبانو فعالیت هم زیات شوی، او ددې ناامنۍ وروستۍ پېښه د شېراني سیمې د پولیسو پر مشر شاکر کاکړ د وسله والو طالبانو برید وو، چې په کې يې درې ساتونکي وژل شوي او خپله د پولیسو ياد مشر ټپي شوی چې لا هم تر درملنې لاندې دی.