امریکا په یمن کې د سعودي عرب عملیات وستایل

راپورونه وايي ـــ د یمن په پلازمېنه صنعا کې د لویو چاودونو اوازونه اورېدل شوي دي او په هوايي بریدونو کې تر اوسه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري ــ په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عرب پوځي عملیات ستایلي دي.بلخوا ایران او عراق په یمن کې د هوايي بریدونو غندنه کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خلیجي هېوادونو بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر ټیلیفون په خبرو کې په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد د سعودي عرب د پوځي عملیاتو ستاینه کړې ده.

د بهرنیو چارووزارت یو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي ـــ جان کېري د سعودي عرب په مشرۍ د ایتلاف کار ستایلی دی. کېري ویلي چې د حوثي یاغیانو پرضد به امریکا له سعودي عرب سره استخباراتي او لاجیسټکي مرستې کوي.

سعودي چارواکي وايي ـــ د یمن ولسمشر عبدالرب منصور هادي د قانوني حکومت د دفاع لپاره يي په یمن کې د خپلو اتحادیانو په مرسته ـــ د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي بریدونه کړي دي. په امریکا کې د سعودي سفیر ویلي دا هوايي بریدونه يې د یمن ولسمشر په خواست کړي.

راپورونه وايي ـــ د یمن په پلازمېنه صنعا کې د لویو چاودونو اوازونه اورېدل شوي دي او په هوايي بریدونو کې تر اوسه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

هوايي بریدونه له هغه وروستو پیل شول، چې حوثي وسله والو د یمن ولسمشر منصور هادي له خپله هېواده په تېښته مجبوره کړ.

د سعودي عرب په مشرۍ په ایتلاف کې د یو شمېر خلیجي هیوادونو په ګډون مصر، اردن، مراکش او سوډان برخه لري. پاکستان وايي، د سعودي عرب له خوا په ایتلاف کې د شریکېدو د خواست جاج اخلي خو په عین حال کې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي ـــ که چېرې د سعودي عرب زمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښېږي ـــــ نو کلک غبرګون به وښيي.

عرب لیګ هم د ایتلاف د مرستې ژمنه کړې ده. تهران هوايي بریدونه په کلکه غندلي او دا يې یو خطرناک ګام بللی دی. همدا رنګ ـــ د عراقبهرنو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي ـــ په یمن کې پوځي مداخلت به امنیتي وضع نوره هم پېچلې کړې ده.