د تاجکستان حکومت د ۳۵ کلونو څخه د لږ عمر لرونکیو کسانو سعودي عرب ته د حج ورتګبندیز اعلان کړی دی.
د مرکزي اشیا په دغه هیواد کې اکثره خلک په دې باور دي چې د دغه بندیز موخه د سخت دریځۍ او افراطي ډلو څخه د ځوان کهول لري ساتل او له هغوي سره د یوځای کیدو مخنیوي دي.
دا اقدام یو میاشت وروسته له هغې تر سره کیږي چې ولسمشر امام علي رحمان د سیکولریزم پر بنسټ د اوږد مهالې پرمختیا غوښتنه وکړه.
د تاجکستان د مذهبي او کلتوري چارو کمیټې دا بندیز د اپریل په دیارلسمه نیټه اعلان کړ.
یاده کمیټي وايي :دا چې سعودي عرب هرکال محدوده شمیره کې حاجیان قبلوي نو دوی دا پریکړه په دې موخه کړې چې د زیات عمر درلودونکي تاجکان د حج کولو موقع ترلاسه کړي.