د مقسیط خان ګوګل پښتو ټکۍ کام

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو ځوانانو غږ نننۍ خپرونه کې مو د پېښور څمکنو سيمې ځوان مقسیط خان ميلمه دی. د هغه په لويو لاسته راوړنو کې يوه د پښتو ژبې الېکټرانیک ډیکشنري جوړول دي. نوموړي ته پر دې کار قامي او نړيوالې جايزې «ايوارډونه» هم ورکړل شوې دي. مقسط خان د پښتوګل په نامه ويب پاڼه چلوي، همداراز پشاور ډاټ کام او (OUR KPK) يا زموږ خېبر پښتونخوا ډاټ کام په نامه پروژې هم پرمخ بيايي او له دې سره سره نوموړی دا مهال د ابوظهبۍ په يوه اسپتال کې د سافټويېر انجينیېر دنده هم ترسره کوي. له مقسط خان سره مو د هغه پر دې، نورو لاسته راوړنو، شخصي ژوند او راتلونکو پلانونو خبرې کړې دي. د پروګرام کوربه اسرار عالم مومند دی