'کاشغر - ګوادر لاره نه اړوو او نه مو اړولې'

دا غونډه د ځینو سياسي ګوندونو له لورې پر کاشغر- ګوادر منصوبه له تحفظاتو ورستو رابلل شوې وه.

د وزيراعظم نواز شریف په مشرۍ د کاشغر - ګوادر اقتصادي راهدارۍ په اړه ټول ګونديزه غونډه کې پارلماني غړو ته باور ورکړل شو چې په منصوبه کې هېڅ قسمه بدلون نه دی شوی.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال پرون چارشنبه په وزيراعظم هاوس اسلام آباد کې شوې غونډې ته وويل چې د منصوبې په ډيزاین کې هېڅ قسمه بدلون نه دی کړی او نه به یې وکړي. ده زیاته کړه چې د توانايي يو شمېر منصوبې د دې اقتصادي راهدارۍ برخه دي او له دې منصوبو به ټولو صوبو ته ګټه ورسېږي.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو وايي، وفاقي وزير وزیر ورته لنډ مالومات ورکړل خو د دوی چې څه تشويش و او کومې پوښتنې یې چې کولې نو د هغو لپاره وخت نه و، ځکه چې د کراچۍ پېښې له وجې اجلاس زغرده پای ته ورسېد او حکومت ورته باور کړی چې يو ځل بيا به غونډهراغواړي.

د جميعت علماء اسلام ف ډلې ترجمان جان محمد اچکزي مشال ريډيو ته وويل چې ګوند يې له بريفینګه مطمئین دي، ځکه چې حکومت ورسره د دې پروژې په باب کومې وعدې کړې دي نو هغه به عملي کوي هم، دا يوه مهمه پروژه ده بايد پدې سياست ونکړل شي.

د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړې صاحبزاده طارق الله وايي، حکومت کوښښ کوي چې د کومو ګوندونو پدې منصوبه څه تحفظات دي نو هغه لیرې کړي.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي غړی ميا افتخار حسين وايي چې دوي له بريفنګه مطمین نه دي او د عدم اطمينان څرګندونه يې پرې وکړه خو وزيراعظم نواز شريف د اسفنديار ولي خان د سوالونو جوابونه ورکولو پروخت احسن اقبال ته وويل چې اسفنديار ولي خان او ټيم سره به يي کښېني او دوی به مطمینوي.

ياده دې وي چې پدې ټول ګونديزه غونډه کې د مسلم ليګ ن او د هغې اتحادي ګوند جميعت علماء اسلام ف ډلې پشمول پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، عوامي نېشنل ګوند، قامي وطن پارټۍ، جماعت اسلامي، پاکستان تحريک انصاف، پاکستان پيپلز پارټۍ، پاکستان مسلم ليګ ق، متحده قامي مومنټ، نېشنل پارټۍ، بلوچستان نېشنل پارټۍ مينګل، پاکستان مسلم ليګ ضيا او د فاټا قامي اسمبلۍ غړو علاوه د خېبر پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان اعلا وزيرانو هم ګډون وکړو.