په خیبر ایجنسۍ کې د سیاسي ګوندونو مشران وايې دوی غواړي چې د ملک نورو برخو په څېر په قبايلي سيمو کې هم د ووټ په زريعه آزاد بلدياتي انتخابات ترسره شي.
د جمعې پر ورځ په جمرود پریس کلب کې د یوې نادولتي ادارې لخوا په رابلل شوې غونډه کې د سياسي ګوندونو مشرانو وويل چې دوی د قبايلي سيمو لپاره جوړ شوي اصلاحاتي کمېشن هغه وړنديز رد کړې چې پکې د خیبر پښتونخوا ګورنر ته په قبايلي سيمو کې د نامزد ايجنسي کونسل د جوړولو ويل شوي دي.
په دې اړه د عوامي نشنل ګوند يو مشر منظور علي اپريدي وويل چې قبايلي ولس ته دې بنيادي بشري حقونه ورکړل شي.
ياده دې وي چې پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د ايجنسي کونسل جوړولو په ګډون د يو شمېر اصلاحاتو لپاره کمېشن جوړ کړی دی چې دغه کمېشن خپل سفارشات ګورنر ته وړاندې کړي دي.