د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو راکړې ورکړې امکان

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف سره د روغبړ په حال کې

دالمان غږ ( ډوچ ویلی ) راډیو په یو راپور کې لیکي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو په شریکولو ، په افغانستان کې ډیرې نیوکې روانې دي. ډیر افغانان داسې فکر کوی چې د پاکستان پوځ د وسلوالو ډلو سره مرسته کوي، نو بیا څنګه به د داسې مالوماتو د شریکولو سره د دوی په هیواد کې امن او سوله راځي؟

المان غږ راډیو لیکې د پاکستان او افغانستان حکومتونه پر دې سره سلا شوي دي، چې په سیمه کې د امن لپاره به د یو بل سره استخباراتي مالومات شریکوي.

ځیني څیړونکي داسې فکر کوي، چې د پاکستان پوځ د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو سره اړیکې لري نو د استخباراتي معلوماتو شریکول به دومره ګټه ونه رسوي.

دې نه وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل عاصم باجوه دا ویلي وو، چې د دغه هیواد استخباراتي اداره ای ایس ای به د افغانستان د اسخباراتې ادارې سره په ګډه د وسلوالو خلاف په عملیاتو کې همکاري کوي، خو د دغې څه تفصیل یی ندی ورکړی.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ دا خبرې له هغې سمدستي وروسته مخې ته راغلې چې وزیراعظم نواز شریف په دې وروستیو کې له افغانستان څخه لیدنه وکړه.

له کلونو راهیسې د افغانستان حکومت په پاکستان تور لګوي، چې پوځ او استخباراتې ادارې یي د طالبانو او وسلوالو سره تړاو لري، او د دوی په ملک کې بدامني خوروي، خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په څو څو وارې دا ویلې چې له پاکستانه وسلوال افغانستان ته اوړي ، او بیا په دغه هیواد کې ترهګر بریدونه تر سره کوي.

کله چې ولسمشر اشرف غنې واشنګټن ته سفر وکړ نو هلته یي دا وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه اوس بایدد یو بل په اړه پالیسي بدله کړي، او د سیمې د امن لپاره په ګډه کار وکړي. ځینې څیړونکې دا هم وایي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ولسمشر غني د راتګ سره د یو نوي دور پیل شوی دی.

په راپور کې وړاندې راغلي چې له افغانستانه شپږ سرتیري د روزنې په موخه د پاکستان د پوځ د ټریینګ مرکز کاکول ته تللي چې هلته به روزنه تر لاسه کوي.

دغو سرتیرو ته به تر اتلسو میاشتو پورې روزنه ورکول کیږي او د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د خبرو یوه سلسله پیل شوې ده، چې د سیمې پر امنیت او په یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کوي.

المان غږ لیکې د پاکستان سره د استخباراتي مالوماتو د شریکولو په خبره په افغانستان کې ډیرې نیوکې هم روانې دې. ډیر افغان څیړونکې ، د پارلمان غړي او د مدنې ټولنې ځینې مشران داسې فکر کوي، چې ای ایس ای د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو سره مرسته کوي، نو بیا څنګ به د دغه مالوماتو له شریکولو سره په سیمه کې امن او سوله راشي.