د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي په بغلان کې د شاوخوا اتیا بهرني او کورنیو یاغیانو د وژل کیدو خبره کوي.
د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو جزوتامونو قومندان جنرال اسدالله شیرزاد مشال راډیو ته وویل چې دغه یاغیان د عملیاتو پر جریان کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، په دې عملیاتو کې پولیسو ته زیان رسیدلي دي:
((۷۹ یاغیان وژل شوي، ۹۲ یې ټپیان شوي، ۳۶ یې نیول شوي چې ۶یې پاکستانیان او دیرش یې افغانان دي. زموږ هم ۴ سرتېري شهیدان شوي دي.))
د جنرال شیرزاد په وینا په دغو عملیاتو کې د مرکزي بغلان او ډنډغوري سیمې له یاغیانو پاکې شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په تیرو دو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونو وسله والو مخالفینو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.