د خېبر پښتونخوا بلدیاتي ټاکنو ته کتنه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان الېکشن کميشن لخوا د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په خېبر پښتونخوا کې به بلدياتي انتخابات په مقامي وخت د شنبې پر سهار اته بجې پېلېږي او د ماځيګر تر پنځو بجو به دوام لري.
په دې انتخاباتو کې شاوخوا ۴۰ زره څوکېو لپاره به وټونه اچول کېږي. پر دې موضوع د مشال راډیو همکار اسرار عالم مومند په پېښور کې د انتخاباتي چارو کارپره قريش خټک سره خبرې کړي.