د پښتونخوا مېرمنې او د ولسوالۍ ټولټاکنې

فایل فوټو

په خیبر پښتونخوا کې د مئي د میاشتې په دیرشمه نېټه د ولسوالیو ټول ټاکنې وشوې چې د نارینه کاندیدانو ترڅنګ ښځینه کاندیدانو هم پکې برخه واخیسته.

په دودیزه پښتنه ټولنه کې د مېرمنو له کوره وتل هم ګران وي، بیا پاتې شوه په انتخاباتو کې برخه اخیستل او د رایو د خپلولو لپاره کور په کور ګرځیدل، خو یو شمېر مېرمنو مشال راډیو ته وویل چې د ستونزو باوجود دوی پوره پوره کمپاین کړی او نورې مېرمنې یې د خپلو رایو د استعمالولو لپاره تشویقې کړې دي.

د مشال راډیو همکارې فرخنده اسد ، دا اونۍ خپل پروګرام « تاندې هیلې » هم دې موضوع ته ځانګړی کړی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تاندې هیلې / د مېرمنو کمپاین