بلوچستان پولیس سرتېري وایي،سرښیندنې به یې ځای نیسي

د کوټې ښار «سیټي» پولیس تاڼه

د بلوچستان په کوټه کې په تېرو شپږو ورځو کې په وسله والو بریدونو کې اته تنه پولیس سرتېري وژل شوي دي. دغې وضعې یو شمېر پولیسان اندېښمن کړي دي.

دوی وايي پکار ده چې د پاکستان استخباراتي ادارې یې د خوندي امنیت په اړه خپل کردار ترسره کړي. پولیسان زیاتوي، د ترهګرۍ پېښو په صورت کې حکومت د دوی له کورنیو سره مرسته کوي، خو د ملک انتظامي سیسټم یې هغه مرسته ډېر په ستړیا تر حقداره رسوي.

د مشال خبریال نیازموساخېل یوې پولیس تاڼې ته ورغلی او د پولیس سرتېرو پر احساساتو او اندېښنو یې برابر کړی دی.

یو پولیس سپاهي عبدالباسط پر پولیسانو بریدونو اندېښمن کړی دی. خو د ده په خبره،هیله من دی چې قربانیانې به یې ضرور ځای نیسي:

«امن امان خوندي ساتل یواځې د پولیس ذمه وارې خو نه ده، باید چې زموږ قانون عملي کونکې ادرې هم په دغه اړه خپل کردار ادا کړي. بله خبره دا ده چې بلوچستان پولیس تر هر چا زیاتې قربانۍ ورکړې دي او لا یې هم ور کوي. ته وګوره،نن (د جون ۱۱مه نېټه) په پښتون اباد کې پولیسان په دوه مشکوکه موټر سایکل سپرو کسانو پسې ول، چې له شا د هغوی (مشکوکه کسانو) ملګري راغلې دي او پر پولیسو یې ناڅاپه برید کړی دی. نو دا هغه قربانیانې دي چې لازمې به یې ځای نیسي او دلته به امن راځي»

یو بل پولیس سپاهيفضل الرحمان په دغه اړه یوې مهمې خبرې ته اشاره کوي او وایي چې په دغه اړه اکثره پولیسان په خپل لاس د ناامنۍ له پېښو سره مخامخ شي:

«زیاتره وخت په دې کې زموږ بې غوري هم وي. موږ لکه یو مجلس سره راغونډ شو، بیا خپلې ګپې لګوو او چای او کیسې سره کوو او له ځانه بې خبره یو. حالانکې موږ ته روزنه (ټرېننګ) دا راکړل شوی وي، چې تاسو به ډېر ځیرک او هوښیار ولاړ یاست. مګر موږ دا خپله روزنه هېره کړو، ځکه خپل ځان هم خراب کړو او تر شا مو کورنۍ هم خرابې شي»

فضل الرحمان په دغه اړه یوه بل مهم ټکي ته هم اشاره وکړله او زیاته یې کړه چې یو خوا ته د ناامنۍ دغه پېښې او بلې خوا ته د دوی ستړی ژوند:

«د نورو خلکو خپل ټاکل شوې ډیوټي (وظیفه) وي. اته ۸ ساعته وي، یا ۱۰ او یا ۱۲..... مګر زموږ کار هره ورځ او شپه او ورځ ۱۴، کله ۱۶ او کله تر دې هم زیات وي. بله خبره دا چې د خلکو په اونۍ (هفته) کې یوه یا دوې (۲) ورځې روخصتې هرومرو وي، مګر موږ په ونۍ کې یوه روخصتې هم نه لرو.بله خبره بیا دا چې کومې زموږ ټاکل شوې روخصتۍ وي د کال په حساب یا د میاشتې په حساب، هغه موږ ته له سختو ستړیو او زاریو وروسته را کوي،په اسانه یې نه را کوي»

پولیس سپاهي، عبدالباسط دا مني چې د ترهګرۍ پېښو سره مخامخېدلو په صورت کې حکومت د دوي کورنیو ته ډېره درنه معاوضه ور کوي،مګر:

«دا معاوضه په ډېر ذلالت او ستړیا ورکول کېږي.د مثال په توګه که ۳۰ لکه روپۍ وي او د وژل شوي پولیس خپلوان اړوند دوتر ته ورشي،نو بیا به دی هلته ۵ لکه رشوت ورته مني،بیا که یې له سختو خواریو او رشوتونو وروسته باقې ۲۵ لکه ورکړې،نو د دوي احسان به وي»

بلوچستان کې پولیس سپاهیان که یو خوا ته پر دوي بریدونو اندېښمن کړیدي،خو ولې بلې خوا ته دوي وایې،حوصلې یې هم نه دې بایللې او د خپلې سیمې د امنیت لپاره به کار ته ادامه ور کوي.